هیڅکله په ژوند کې له دغه ډول کسانو مشوره مه اخلئ!

 


هیڅکله په ژوند کې له دغه ډول کسانو مشوره مه اخلئ!

 

 

آیا له هر چاسره مشوره کول ښه وي او که نه؟ آيا یوازې د خپل زړه اورېدل/منل انسان ته تل په ګټه وي؟

 

مشوره اخیستل بده چاره نه ده؛ خو په کار ده چې له سمو خلکو واخیستل شي. زموږ په ټولنه کې که له هر چا د یو څه په اړه مشوره غواړې، درته نه وایي چې زه نه پوهېږم، بس یو نه یو څه درته وایي.

خپله به له غریبۍ یو وخت ډوډۍ خوري؛ خو چې د پیسو ګټلو مشوره ترې وغواړې، نیم ساعت لیکچر به درته درکړي. تاسو به داسې نه کوئ. مشوره به له سمو خلکو څخه اخلئ.

د بېلګې په توګه، که ناروغ یئ، پکار ده چې ډاکتر ته لاړ شئ او له هغه مشوره واخلئ. داسې نه ده چې که بل چا ته مو د ناروغۍ په اړه وویل، هغه به مشوره در نه کړي. هغوی هم مشوره درکوي؛ خو د هغوی مشوره ستا لپاره بې مانا او د وخت ضایع ده. ځکه چې ستاسو ستونزه او ناروغي یوازې د ډاکټر په مشوره حل کېږي.

همدارنګه، که د ژوند په هره برخه کې بند راتللئ، پکار ده چې د هماغې برخې له متخصص څخه مشوره وغواړئ.

نه له هر چا سره مشوره سم کار دی او نه یوازې د خپل زړه منل سم کار دی. له مناسبو خلکو سره مشوره وکړئ، بیا خپله رایه او د هغوی مشوره په ذهن کې تحلیل کړئ، تر هغې وروسته یو تصمیم ونیسئ.

کله له یوه ډېر هوښیار او لوستي انسان څخه دا تېروتنه کېږي چې ځان ورته په ټوله مانا پوره ښکاري او اړتیا نه ویني چې له چا مشوره واخلي. متل دی وايي د هوښیار مارغه دواړه پښې په دام کې بندېږي. یو انسان که هر څومره هوښیار شي، بیا هم ځینې داسې زاویې وي چې نورو خلکو ته ډېرې واضحې ښکاري خو هغه انسان ته نه.

له سمو خلکو څخه د مشورې اخیستلو بله ګټه دا ده چې د هغه نفر په سترګو کې ستاسو لپاره قدر زیاتېږي. هغه فکر کوي چې ده ماته اهمیت راکړ او له ما مشوره غواړي؛ نو باید چې اوس ورته صادقه مشوره ورکړم او مرسته ورسره وکړم.


Post a Comment

Previous Post Next Post

post ads 1

post ads 2